په ۵ ولایتونو کې د کوکنارو کښتونه له منځه یووړل شول او پنځه تنه ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۰:۴
dddddd

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د څو بیلابیلو عملیاتو په لړ کې، ۷۱ جریبه ځمکه د سمنګانو ولایت په دره صوف پایین ولسوای کې، ۱۹ جریبه ځمکه په کاپیسا ولایت کې او دوه جریبه ځمکه په ارزګان ولایت کې د کوکنارو له کښتونو پاکه کړې.
دغه راز، پولیسو ۴ تنه له یوه اندازه الکولي څښاک، تابلیت کا او نورو نشه یي توکو سره په بلخ ولایت کې او د نشه یي توکو یو خرڅوونکی یې په پنجشیر ولایت کې نیولی.