په ۵ ولایتونو کې؛ ۱۵ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۲:۸
sdfgsd

پولیسو ځواکونو څو بېلابېلو اقداماتو په ترڅ کې، ۱۵ تنه د غلا او اخلاقي فساد په تړاو نیولي.
له دې ډلې، ۶ تنه په هرات، ۳ تنه په سرپل، ۲ تنه په دایکنډي او ۲ تنه نور په غزني ولایت کې د غلا په تړاو نیول شوي.
دغه راز پولیسو ځواکونو، ۲ تنه د اخلاقي فساد په تړاو د سمنګانو ولایت په مرکز کې نیولي دي.