په ۵ ولایتونو کې؛ په سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۹:۹
bhnj

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې د هیواد په ۵ ولایتونو کې په سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
له دې ډلې، ۱۰۸ جریبه ځمکه د ننګرهار په اچین ولسوالی کې، لسګونه جریبه ځمکه د پروان او کاپیسا ولایتونو په اړونده سیمو کې، د بادغیس په الفاروق او قادس ولسوالیو او د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.