په ۵ ولایتونو کې؛ د کوکنارو کښتونه له منځه وړل شوي، د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او دوه تنه د نشه یي توکو د لیږد په تړاو نیول شوي
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۶۵۴ جریبه ځمکه د بدخشان په ارګو ولسوالی او په لسګونه جریبه نوره ځمکه د کنړ او کاپیسا په ولایتونو کې، د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه یي توکو د پروسس یوه کارخونه او لسګونه زره کیلو ګرامه یامه د غور په ولایت کشف او له منځه وړې، بل لورته یو تن د ۷ کیلو ګرامه چرسو د لیږد او یو بل تن د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په کابل کې نیول شوي.