په ۴ ولایتونو کې ۱۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې په ۴ ولایتونو کې ۱۷ تنه د غلا، ناقانونه وسلې لېږد او د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څخه؛ ۳ تنه غله او ۴ تنه د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو په جوزجان ولایت کې، ۴ تنه غله په ننګرهار ولایت، ۴ تنه غله د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ او ۲ تنه نور د فاریاب ولایت څخه د وسلې د ناقانونه لېږد په تړاو نیول شوي دي.