په ۴ ولایتونو کې؛ ۹ تنه دجنایي جرمونو په تړاو نیول شوي.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۹:۲۵
zczczc

امنيتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې، ۴ وسله وال حرفه یي غله، او یو بل تن د غير قانوني وسلې ساتلو په تړاو په هرات ولايت کې او دوه نور غله په کندهار او فاریاب ولایتونو کې نيولي.
په همدې حال کې، دوه تنه د ۱۸ زره افغانيو ، یو عراده موټرسايکل او څلور سيټه تیلفونونو د غلا په تړاو د کابل ولایت په پغمان ولسوالئ کې نيول شوي.