په ۴ ولایتونو کې؛ ۲۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي moi-af یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۲ https://tinyurl.com/28kv3dft پولیسو ځواکونو د څو بېلابېلاو اقداماتو په ترڅ کې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په ۴ ولایتونو کې، ۲۰ تنه د غلا په تړاو نیولي. له دې ډلې، ۹ تنه د موټرو، سرو زرو او ټلېفونونو د غلا په تړاو په هرات او ۸ تنه نور هم د غلا په تړاو په هلمند ولایت کې نیول شوي. دغه راز، دوه تنه د موټرسایکلونو د غلا په تړاو د فاریاب په میمنې ښار کې او یو تن بل د یوه عراده موټرسایکل د غلا په تړاو د غور په ولایت کې نیول شوی دی.