په ۴ ولایتونو کې؛ ۲۰۳ تنه روږدي راټول او ۱۶ تنه نور له تداوۍ وروسته بېرته رخصت شوي دي
د روږدو د راټولولو په دوام دا ځل د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو بېلابېلو عملیاتو کې ۱۴۰ تنه په کابل، ۴۵ تنه په ننګرهار او ۱۸ تنه په بلخ ولایت کې راټول کړي دي، چې د تداوۍ په موخه يې د یادو ولایتونو اړوند روغتیايي مرکزونو ته واستول شول.
همدارنګه، امنیتي ځواکونو په غزني کې ۱۶ تنه چې مخکې په دغه ولایت کې راټول کړي وو، له تداوۍ وروسته د ګمارل شوې کمیټې له لوري بېرته خپلو کورونو ته وروسپارل.