په ۴ ولایتونو کې؛ په لسګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له ‌کښت څخه پاکه شوې او ۱۷ تنه د نشه یي توکو د لیږد او خرڅلاو په تړاو نیول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۷:۲۰
trdf

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې لسګونه جریبه د کوکنارو کروندې اړولي دي.
همدارنګه، سرحدي پولیسو د فراه ولایت په ابونصر فراهي بندر کې یو قاچاق وړونکی له ۵۰۰ کیلو اپينو سره نیولی دی. دې ته ورته یادو پولیسو په کابل هوایي ډګر کې ۷۲۰۰ کیلو چرس او شپږ کیلو پوډر، چې خورا په مهارت ځای پرځای شوي و، نیولي دي.
په ورته وخت کې، د نشه یې توکو د خرڅلاو په تړاو ۱۰ کسه په کابل، ۵ په هرات او یو تن په نیمروز کې نیول شوی دی.