په ۴ ولایتونو کې؛ له 80 څخه زیات روږدي کسان راټول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۲:۱۶
بلیبلیبلی

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځانګړې قطعې د قوماندانۍ منسوبينو په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو د کمپاين په ترڅ کې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه ٦٧ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او د سهي اميد کمپ ته يې د درملنې په موخه معرفي کړل.
دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ۷ تنه له بغلان، ۶ تنه له لغمان او دوه تنه نور په نشه يي توکو روږدي له پروان ولايت څخه نيولي او د درملنې په موخه يې روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي دي.