په ۳ ولایتونو کې ۱۵ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۸
sdfasf

​د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو ۸ تنه د وسایطو د غلا او له خلکو څخه د باج اخیستنې په تړاو نیولي دي.
​بلخوا، د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو ۵ تنه د یاد ولایت د لومړۍ حوزې اړوند د "قول آهن دره" په سیمې کې د څارویو د غلا په تړاو نیولي دي.
​همدارنګه، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۱۰ ميله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ترلاسه کړې او ۲ تنه یې په تړاو نیولي دي.