په ۳ ولایتونو کې؛ ۳۳ تنه د بیلابیلو جنایي پېښو په تړاو نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۰:۵۷
سشیبشسیب

پولیسو ځواکونو د څو بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې، په کندز، تخار او کنړ ولایتونو کې، ۳۳ تنه د وژنې، عامه امن اخلالولو او قمار بازۍ په تړاو نیولي.
له دې ډلې، ۲۰ تنه د عامه امن د اخلالولو په تړاو د کندز ولایت له چهار درې ولسوالی، ۳ تنه د یوه ځوان د وژنې او ۶ تنه نور د قمار بازۍ په تړاو له تخار ولایت او ۴ تنه نور د یوه تن د وژلو په تړاو د کنړ ولایت له ماڼوګی ولسوالی څخه نیول شوي.
دغه راز پولیسو، یوه عراده زرنج موټرسایکل چې دوه ورځې وړاندې د تخار ولایت مرکز تالقانو څخه غلا شوی وو، کشف او بیرته خپل اصلي خاوند ته سپارلی دی.