په ۳ ولایتونو کې؛ ۱۵ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
aasd

پولیسو ځواکونو د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، په ۳ ولایتونو کې ۱۵ تنه د غلا په تړاو نیولي.
له دې ډلې، ۹ تنه د غلا په تړاو په هرات کې او ۳ تنه نور غله په نیمروز کې نیولي.
دغه راز، پولیسو ځواکونو ۳ حرفه یي غله چې یو کال مخکې یې، ۱۷۰ زره افغانۍ او ۳ سیټه مبایلونه په فراه ولایت کې له یوه دوکان څخه غلا کړي وو، نیولي.