په ۱۴ ولایتونو کې؛ ۶۲ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۳۸
XcZxc

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۶۲ تنه په بغلان، جوزجان، سرپل، پکتیکا، کندوز، کاپیسا، غزني، پکتیا، خوست، زابل، پروان، بلخ، فراه او لغمان ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو زر او ۷۵۴ دانې نشه‌يي ټابلیتونه، یوه اندازه شیشه او چرس هم ترلاسه شوي دي.