په ۱۳ ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو لسګونه تنه ونیول شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې، د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۶۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
دا کسان په کابل، بلخ، پنجشېر، جوزجان، فراه، نیمروز، خوست، سمنګان، کاپيسا، غزني، پروان، سرپل او زابل ولایتونو کې د پولیسو د هدفي اقداماتو په پایله کې ونیول شول.
له نیول شویو کسانو څخه نږدې دوه زره نشه يي ټابلیټونه (K ټابلیټ) او یو مقدار شیشه، چرس، الکولي مشروبات او تېزاب هم ترلاسه شوي دي.