په ۱۱ ولايتونو کې ۳۸ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي
د پوليسو ځواکونو، ۳۸ تنه د غلا، وژنې، وهلو ډبولو او قمار بازۍ په تړاو د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې نيولي
له دې ډلې، ۲ تنه د غلا او ۴ تنه د قمار بازۍ په تړاو په جوزجان ولایت کې، دوه غله په نيمروز کې، ۲ د څارويو غله په تخار کې، یو تن د خپل پلار د وژلو په تړاو په ننګرهار کې او ۶ نور په دایکنډي، پکتیا، پکتيکا، کاپيسا او میدان وردګو کې نيول شوي.
په همدې حال کې، د سرپل امنیه قومندانۍ منسوبينو ۲۱ تنه د وهلو ډبولو ، قمار بازۍ او له نشه يي توکو څخه د استفادې په تړاو د یاد ولايت له اړونده سيمو څخه نيولي.