په کونړ ولایت کې د ځنګلي لرګیو د ناقانونه لېږد په تړاو پنځه تنه ونیول شول
د کونړ ولایت د پېچ درې ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو له لوري د ځنګلي لرګیو د ناقانونه لېږد په تړاو پنځه تنه نیول شوي دي.
یاد کسان د ننګلام تنګي په سیمه کې هغه مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول، چې په موټر کې یې ځنګلي لرګي په ناقانونه توګه لېږدول.
د یاد ولایت امنیتي مسؤولین ټینګار کوي، چې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د ناقانونه قاچاق د مخنیوي په موخه به خپلو کشفي او امنیتي هڅو ته دوام ورکړي.