په کونړ ولایت کې د ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی وشو
د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو په څوکۍ ولسوالۍ کې د خپلو دوامدارو هلو ځلو په ترڅ کې، د یوه اندازه ځنګلي او ګرانبیه لرګیو د قاچاق مخه ونیوله. دغه لرګي په دوو نقلیه وسایطو کې ځای پر ځای شوي وو او په ناقانونه توګه لېږدول کېدل.
د دغې قضیې په تړاو یو تن هم نیول شوی، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.