په کندوز کې د ۱۱ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه او په ارزګان کې د تولید دوه فابریکې کشف او وسوځول شوې
د ارزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په جلا عملیاتو کې د دغه ولایت د چورې او چنارتو ولسوالیو په مربوطاتو کې د نشهيي توکو د تولید دوه فابریکې، له ۲ زره او ۹۸۵ کیلوګرامه ومانو، ۷۵ کیلوګرامه سوډا او ۶۰ لیټره تېزابو سره، کشف او وسوځولې.
په ورته مهال، د کندوز ولایت د علياباد په سیمه کې د ۱۱ کیلوګرامو هیروئینو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.