په کندوز او سرپل کې له دوه ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۱:۴۰
غ

د ملي پولیسو منسوبینو په کندوز او سرپل ولایتونو کې دوه جلا کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د دوه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې د "سر دورې" سیمې پر سړک او همدارنګه د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په "انګشکه" کلي کې ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.