په کندهار کې سلګونه مجاهدین له مسلکي زده کړو فارغ شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۵
xcxcvb

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ اړوند د کندهار ولایت اسلامي پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۳۴۰ تنه امنیتي ځواکونه له یوې میاشتینۍ مسلکي روزنیزې دورې وروسته فارغ شول.
یادو ځواکونو د روزنې په بهیر کې بېلابېلې عقیدوي، مسلکي، عملي او شرعي زده کړې ترلاسه کړې. د روزنیزې دورې له بشپړېدو وروسته، د یاد مرکز د مسئولینو او ښوونکو له لوري فارغ شویو منسوبینو ته تصدیق‌پاڼې ورکړل شوې او د لا ښه امنیت د ټینګښت په موخه خپلو اړوندو دندو ته واستول شول.
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویه قومانداني ژمنه څرګندوي چې د امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړولو، مسلکي مهارتونو پراختیا او اغېزمنو روزنیزو پروګرامونو ته به دوام ورکړي.