په کندهار ولایت کې لسګونه زره نشهيي ګولۍ کشف او ضبط شوې
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کندهار ښار په لومړۍ او دوهمې ناحیو کې د خپلو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ۲۸ زره او ۸۷۵ دانو «زیکپ» ډوله نشهيي ټابلیټونو سره یوځای نیولي دي.
نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته د پولیسو له لوري عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.