په کندهار ولایت کې د کورنیو چارو وزارت د عامه خدمتونو مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ، د کندهار ولایت مقام کې د عامه خدمتونو مرکز ودانۍ جوړه او د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه مرکز د کورنیو چارو وزارت له لوري د ۸.۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې موخه یې هېوادوالو ته د اړوندو خدماتو وړاندې کولو کې اسانتیاوې رامنځته کول دي.
د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست د تاسیساتو رییس مولوي فضلالرحمن حقاني د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، چې د عامه خدمتونو دغه ډول مرکزونه به د هېواد په ټولو زونونو کې فعال شي او د کورنیو چارو وزارت اړوند چارې به د همدې مرکزونو له لارې ترسره کېږي، ترڅو هېوادوال د خپلو اداري چارو د ترسره کولو لپاره کابل ته د سفر کولو اړتیا ونه لري او خدمات په چټک او منظم ډول ترلاسه کړي.