په کندز کې لسګونو ميله وسلې او زرګونه فیره مرمۍ کشف او ترلاسه شوې.
د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېر یو کال کې په لسګونو ميله وسلې او زرګونه فیره مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۲۲ ميله کلاشینکوفونه، یو شمېر تمانچې، ۴ ميله چره یز ټوپکونه، یو شمېر بمونه او زرګونه فیره بېلابېل ډول مرمۍ شاملې دي.
د دغو وسلو او مهماتو د ترلاسه کېدو او له هغو څخه د غیرقانوني استفادې په تړاو ۵۲ تنه نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.