په کندز ولایت کې پنځه مسلکي وسله‌وال غله ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۲
sfdgsfdg

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ امنیتي او کشفي ځواکونو، د یادې ولسوالۍ د استخباراتو مدیریت په همکارۍ، پنځه تنه مسلکي وسله‌وال غله نیولي دي، چې د خلکو له کورونو یې غلاوې کولې.

نیول شویو کسانو د دشت ارچي ولسوالۍ ترڅنګ، د بغلان ولایت په بېلابېلو سیمو او په کندز ښار کې هم وسله والې غلاوې.کولې.
 په نیول شویو کسانو کې دوه تنه د بغلان او درې نور د کندز ولایت اوسېدونکي دي. همدارنګه، له دوی څخه یو کلاشینکوف، یوه تومانچه او یو میل چره‌ییز ټوپک هم ترلاسه شوي دي.