په کاپیسا کې ۱۱ تنه د کانونو د غیرقانوني کیندنو په تړاو ونیول شول
کاپیسا ولایت د امنیې قومانداني امنیتي ځواکونو د کوهبند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۱ تنه د کانونو د غیرقانوني کیندنې او له معدني توکو څخه د نمونو اخیستلو په تړاو ونیول.
نیول شوي کسان د زیاتو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي او قضیه تر څېړنې لاندې ده.
د کاپیسا ولایت د امنیې قومانداني د شرطې ځواکونه د کانونو په برخه کې له هر ډول خپلسرو او غیرقانوني فعالیتونو سره د قوانینو او مقرراتو له مخې قانوني چلند کوي.