په کاپیسا ولایت کې ۱۲ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۳۸
asdfa

د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۱۲ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.

له نیول شویو کسانو څخه تر ۱۲۰۰ زیاتې نشه‌یي ګولۍ، درې کیلوګرامه چرس او یو اندازه تریاک او شیشه هم ترلاسه شوي دي. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.