په کابل کې ۴۷ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تړاو نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۰
sasd

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پړلیسو د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د څو بېلابېلو عملیاتو په مهال ۴۷ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تړاو نیولي.
د نیول شوو کسانو دوسیې تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ورسپارل شوي دي.
له نیول شوو کسانو څخه څه باندې ۶۰۰ دانې نشه يي ټابلیټ، یوه اندازه شیشه، چرس او نشه يي څښاک (الکول) هم ترلاسه شوي دي.