په کابل کې؛ ۴۴ تنه د نشه‌ یي توکو د پلور، کارولو او انتقال په تړاو نیول شوي.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۳:۵۷
شسیبشسیب

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په وروستیو ورځو کې په کابل ښار کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۴۴ تنه د نشه‌ یي توکو د پلور، کارولو او انتقال په تړاو نیولي دي.

له نیول شویو کسانو څخه ۱۰ کیلوګرامه چرس، ۲ کیلوګرامه تریاک، له ۲ زرو زیات نشه‌ یي ټابلیتونه، او ۹ د څښاک بوتلونه ترلاسه شوي دي.