په کابل ولایت کې له ۲۲ زرو څخه زیات نشه يي ټابلیټونه کشف او ضبط شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، د کابل ښار په مربوطاتو کې د څو جلا جلا عملیاتو پر مهال ۲۲ زره او ۱۴۳ دانې نشه يي ټابلیټونه کشف او ضبط کړي دي.
د دې توکو د قاچاق او پلور په تړاو درې تنه نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.