په کابل ولایت کې لسګونه کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خپلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار په اتلسمې ناحیې کې ۳۹ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط کړي دي.
په دې تړاو څلور تنه هم نیول شوي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.