په پکتیکا کې موټر بم برید موخې ته له رسیدو مخکې والوځول شو.
د پکتیکا زړورو پولیسو د کشفي راپورنو په اساس تیره شپه هغه موتر بم له منځه یو وړ چې ترهګرو غوښتل د ملکي وګړو په منځ کې چاودنه ورکړي.
ترهګرو غوښتل چې د جمعې په ورځ د جمعې لمانځه نه وروسته یاد موټر بم د انګور اډې جامع جمات ته څیرمه چاودنه ورکړي چې د کشفي راپورونو په اساس د شپې مهال د ملک شای په سیمه کې د پولیسو له خوا ورته کمین ونیول شو او ځاي پر ځای له منځه یو وړل شو.
موټر له خطرناکو چاودېدونکو توکو ډک و چې د پراخې ویجاړۍ توان یې درلود.