په پکتیکا کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۸
sadfsdaf

د پکتیکا ولایت امنیې قوماندانۍ له هغو ۲۵۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو سره، چې د ټاکل شوې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې له سلګونو اړمنو کورنیو سره خوراکي توکي او نغدي مرستې شوې وې، او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.