په پکتیکا کې د اووه نیم میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه امنیتي کمرې نصب او پرانیستل شوې
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو د معینیت په همکارۍ، د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښار په بېلابېلو برخو کې لسګونه امنیتي کمرې نصب او په رسمي ډول پرانیستل شوې.
په یادو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي قاضي نورالله حقاني، د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست نظامي مرستیال انجنیر صلاح الدین، امنیه قوماندان الحاج قاري امین الله طیب او نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مسؤلینو د خپلو خبرو پر مهال، د امنیتي کمرو نصبول د امنیت د تامین او د احتمالي امنیتي او جنايي پېښو د مخنیوي په لاره کې یو مهم ګام وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د امنیت د تامین ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د هېواد په ابادۍ کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.