په پکتیکا ولایت کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۲۷
asdaf

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د شفقت له مخې او د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، په پکتیکا ولایت کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه. دغه مرستې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري، د پکتیکا امنیه قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په همغږۍ وېشل شوې دي. د مرستو د وېش مراسمو کې د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال الحاج قاري امین الله طیب وویل، له اړمنو، یتیمو او بې‌وزلو کورنیو ملاتړ او مرسته اسلامي او انساني مسئولیت دی او اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د هغوی ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته د ټاکل شوې کمېټې د غړو په حضور کې ۶۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې ده.