په پکتیکا ولایت کې د ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی وشو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۶
asdf

​د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې امنیتي مسوولینو په تېره یوه اوونۍ کې هغه موټر درولي او ضبط کړي دي چې د یاد ولایت په مرکز کې یې په غیرقانوني توګه لرګي لېږدول.
​په ټولیزه توګه ۱۰ موټر، چې ۳ باربري موټر، ۶ ټویټا او ۱ سراچه په‌کې شامل دي او ځنګلي لرګي په‌کې بار شوي وو، کشف او ضبط شوي دي.
​دغه موټر د خوست ولایت له سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا ولایت له برمل، نکې او زېړوک ولسوالیو څخه راغلي وو او د غزني ولایت په لور روان وو.
​په دې تړاو د یادو موټرو چلوونکي نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.