په پنځو ولایتونو کې ۱۶ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۴
شس

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا اقدامونو په ترڅ کې، اته تنه د قمار په تړاو د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې، څلور تنه د ځنګلونو د وهلو په تړاو د بادغیس په غورماچ، جوند او سنګ‌اتش ولسوالیو کې، دوه غله په هرات او دوه نور په بامیان ولایت کې د لرغونو اثارو د کېندلو په تړاو نیولي دي.

همداراز، پولیسو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د یو کشفي عملیات په پایله کې پنځه میله کلاشینکوفونه او توپنچې کشف او ترلاسه کړي دي.