په پنځو ولایتونو کې پولیسو ۱۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د وسله والو او ناوسله والو غلاوو، قمار او جعل په تړاو په فراه، کندوز، فاریاب، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۱۶ تنه نیولي دي.
په نیول شویو کسانو کې، اته تنه د وسله والو او ناوسلهوالو غلاوو په تړاو په فراه، څلور تنه د قمار په تړاو په کندوز، درې تنه د غلا په تړاو په فاریاب او هرات او یو بل تن د جعلي پیسو د پلور په تړاو د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
یاد کسان به د دوسیو تر بشپړېدو او لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.