په پنځو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۱۸ تنه ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۲۲
asdfas

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ تنه د غلا او قماربازۍ په تړاو نیولي دي. له نیول شوو کسانو څخه، پنځه تنه د قمار کولو په تړاو او درې غله په جوزجان، څلور تنه مال او توکو غله په سمنګان، درې تنه غله د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ، دوه تنه د یوه موټرسایکل او نغدو پیسو د غلا په تړاو د بدخشان په راغستان ولسوالۍ او یو تن حرفوي مجرم په هرات کې نیول شوي دي.