په پنځو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۳ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، ۱۳ تنه د غلا او ناقانونه وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څخه، څلور تنه د کندوز په قلعهزال ولسوالۍ کې له یوه کور د غلا، درې تنه په بغلان کې د یوه موټر د غلا، درې تنه په خوست کې د درې میله ناقانونه وسلو د ګرځولو، دوه تنه په کونړ کې د یوه موټر د غلا او یو تن په غور کې د یوه موټرسایکل د غلا په تړاو نیول شوي دي.