په پلازمېنې او ۱۱ ولایتونو کې نږدې ۸۰۰ معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د روانې اوونۍ په ترڅ کې په کابل، بلخ، کندوز، غزني، کندهار، فراه، نیمروز، هرات، اروزګان، غور، دایکندي او هلمند ولایتونو کې ۷۷۲ تنه په نشهیي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې د معتادینو د درملنې مرکزونو ته ورپېژندلي دي.