په پلازمېنه کابل کې لرغوني آثار کشف او ضبط شول

د کورنیو چارو وزارت امنیتي پولیسو د دقیقو کشفي معلوماتو پر بنسټ په پلازمېنه کابل کې یو شمېر لرغوني آثار کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد آثار چې د تاریخي ارزښت وړ دي، د قانوني اسنادو له نشتوالي سره د قاچاق احتمالي هڅو په ترڅ کې ترلاسه شوي، چې پکې لرغوني فلزي او کاشي توکي، زړې نقاشۍ او د مجسمو برخې شاملې دي.
په تړاو یې یو تن نیول شوی او ترلاسه شوي آثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوندو بنسټونو ته د تسلیمۍ په موخه انتقال شوي دي، تر څو د ارزونې او ساتنې چارې یې ترسره شي.
د کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې خپلې امنیتي او کشفي هڅې لا پیاوړې کړي.