په پغمان ولسوالۍ کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۴۷
سبیسیشب

د پغمان ولسوالۍ د ځايي مسؤلینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د یادي ولسوالۍ د کاریزک په سیمه کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د پغمان ولسوال الحاج قاري علي محمد د دواړو کورنیو په روغې خوښي څرګنده کړه او ويې ویل د خوشحالۍ ځای دی چې نن د دوه کورنیو مشرانو د قرآن قانون په ځای کړ او د سولې او ورورۍ فضاه يې جوړه کړه.
په وروستیو کې د شخړې دواړو خواو په خوښۍ سره موجوده خپلمنځي اختلافات ختم کړل او د هیواد ټولو ولسونو ته يې د یووالي او روغې جوړې تاکید او سپارښتنه وکړه.