په پروان ولایت کې یو شمېر مهمات او چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول
د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ شرطې د غوربند درې په عمومي لاره د ۲۴ ساعته تالاشۍ پر مهال یو شمېر چاودېدونکي توکي او مخابراتي وسایل کشف او ضبط کړي دي.
په کشف شویو توکو کې ۴ فیره د بي اېم-۱ (BM-1) مرمۍ، ۷۰ کیلوګرامه ټي ان ټي (TNT) چاودېدونکي توکي، ۲۰ پایې مخابرې او یو عراده کرولا موټر شامل دي.
د دغو مهماتو او تجهیزاتو په تړاو درې تنه نیول شوي چې په لومړنیو تحقیقاتو کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.