په پروان ولایت کې پنځه تنه د ۱۸ کیلو ګرامه د چرسو د قاچاق په تړاو ونیول شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۳۶
sdggf

د پروان امنیې قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو پنځه تنه له ۱۸ کیلو ګرامه چرسو سره، چې په ډېر ماهرانه توګه يې په یو کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې چې قاچاق يې کړي د کابل او پروان د شهراه په مسیر کې ونیول شول.
نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څیړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.