په پروان ولایت کې د یوه ځوان د قتل په تړاو پنځه تنه ونیول شول
د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د سیدخېل ولسوالۍ په چینکي عالیه سیمې کې د یوه ۲۳ کلن ځوان جسد موندلی، چې د لومړنیو موندنو له مخې د خپلو ملګرو له لوري په مرموز ډول وژل شوی و.
د یاد ځوان جسد د عدلي طب تر معایناتو وروسته د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی. د پېښې په تړاو د مقتول پنځه نږدې ملګري نیول شوي، چې پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی. د نیول شوو کسانو دوسیې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.