په پروان او هرات ولایتونو کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په پروان او هرات ولایتونو کې د درېیو جلا عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له ډلې؛ د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې یو کس له ۱۹ کیلوګرامه چرسو او همدارنګه د هرات ښار د اومې او دولسمې حوزو په اړوند سیمو کې دوه تنه د ۳۲ لیتره الکولي څښاکو او یو اندازه چرسو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.