په پروان او د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د درېیو ودانیزو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۱۷
asdfasf

​د پروان ولایت د پاسپورټ امریت د نوې ودانۍ او د یاد ولایت په انګړ کې د یوه جومات د بنسټ ډبرې د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت اړوند د تعمیراتو عمومي رئیس مولوي عنایت الله رشید، د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري، امنیه قوماندان الحاج قاري محمد جاوید ضیا الرحمن او یو شمېر نورو منسوبینو او مسوولینو په شتون کې کېښودل شوې.

​په دې مراسمو کې د تعمیراتو عمومي رئیس د معیاري ودانیزو پروژو پر پلي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په تېر یو کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جوماتونو، مدیریتونو، د پولیسو پوستو او مجتمع ګانو په څېر له سلو ډېرې مهمې پروژې پیل شوې دي چې کارونه یې په عملي ډول جریان لري.

​د یادونې وړ ده چې د پاسپورټ امریت ودانۍ او د ولایت په انګړ کې جومات د ۱۴ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړېږي، چې په راتلونکو یوولسو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

​همدارنګه، د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو عمومي رئیس د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې هم د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.