په ټول هیواد کې د امریکا د یرغل پر وړاندې د ازادۍ دویمه کلیزه ولمانځل شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۵۶
rqrrr

د زمري ۲۴ مه په هیواد کې د امریکا د یرغل د پای او ازادۍ ګټلو په مناسبت لوړپوړو چارواکو، مسوولینو، دیني علماوو، مجاهدینو، قومي مخورو، استادانو، ځوانانو او عامو ولسونو ولمانځله او یاده ورځ یې له امنیتي انديښنو پرته په هیوادنیو ترانو، ورزشي نندارو او ډول ډول میلو بدرګه کړه.
یاد مراسم په داسې حال کې ولمانځل شول، چې په ټول هیواد کې ځایي مسوولینو او د اسلامي امارت مشرانو له امریکایي اشغاله د خلاصون په لاره کې د مجاهدینو سرښندنې او ميړانې وستایلې او د شهیدانو او معیوبینو کورنیو ته یې په پاملرنې ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې، د مراسمو د لمانځنو پرمهال مسوولینو او د اسلامي امارت مشرانو په هیواد کې په یوالي، له تعصب لریوالي او د ټولو قومونو ترمنځ په یو موټي کېدلو ټينګار وکړ. همدارز له ټولو مجاهدینو او منسوبینو وغوښتل شول، چې له کبر او غرور ځان وساتي او د اسلامي شریعت د پلي کېدو او د نظام د بقا لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړي.‎
د یادونې وړ ده، چې د دغو مراسمو پرمهال هېڅ امنیتي پېښه نه منځ ته رانغله او پولیس د هیواد په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې په دندو بوخت وو.