په هېواد کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو لسګونه تنه ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په بدخشان، کندوز، کاپیسا، پروان، سمنګان، کونړ، جوزجان، نیمروز، بامیان، پکتیکا، بلخ، خوست، فراه، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د جلا جلا اقداماتو په ترڅ کې، ۵۶ تنه نیولي دي. یاد کسانو به د اړوندو دوسیو تر جوړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د نیول شویو کسانو څخه یو کیلوګرام چرس، دوه زره نشه يي ګولۍ او یو څه اندازه شیشه او الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.